Home » افغانستان » ريچارډ بينېټ د ښځو د حقونو فعالې ظريفې يعقوبي د خوشې کېدو غوښتنه کړې

ريچارډ بينېټ د ښځو د حقونو فعالې ظريفې يعقوبي د خوشې کېدو غوښتنه کړې

د افغانستان بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بينېټ غوښتنه کړې، چې د ښځو حقونو فعاله ظريفه يعقوبي دې ژر تر ژره خوشې شي.

نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، چې ظريفه يعقوبي او د هغې ۴ نورې همکارانې د روانې نومبر په ۳مه نيول شوي او لا هم نه دي خوشې شوي.

د افغانستان بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بينېټ زياته کړې، خپل غږ له هغو بنسټونو سره يو ځای کوي چې په خبره يې د ښځو د حقونو يادو فعالانو د خوشې کولو غوښتنه کوي.

هغه ټينګار کړی، چې ټول افغانان په برابره توګه د سوله‌ييزو غونډو د بيان او مذهبي ازادۍ حق لري او په خبره يې بايده دي، چې د افغانستان سرپرست حکومت د خلکو دغه حق رعايت کړي.

تر اوسه حکومت د ظريفې يعقوبي د نيولو مسئلې په تړاو څه نه دي ويلي؛ خو ځينو نړيوالو بنسټونو بيا ادعا کړې چې ميرمن يعقوبي او د هغې ۴ نورې همکارانې د افغانستان سرپرست حکومت له لوري نيول شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...