Home » افغانستان » کانکور؛ ۸۸۶۰۳ تنه دولتي پوهنتونونو ته بريالي شوي

کانکور؛ ۸۸۶۰۳ تنه دولتي پوهنتونونو ته بريالي شوي

د ازموينو ملي ادارې نن شنبه د (لړم په ۱۴مه) د روان ۱۴۰۱ لمريز کال د کانکور ازموينې پايلې اعلان کړې.

د پايلو له مخې د هرات اوسېدونکی سليمان د ۳۵۵.۴۲۰۴ لوړو نمرو په ترلاسه کولو سره د کانکونو عمومي اول نمره، د کابل اوسيدونکی محمد شبير د ۳۵۵.۳۲۸ نمرو په اخيستو سره دويم او د هرات بل اوسېدونکی هدايت‌الله بيا د ۳۵۴.۰۹۰۵ نمرو په اخيستو سره د کانکور په ازموينه کې درېيم مقام ګټلی.

د يادو پايلو د اعلان پرمهال د رئيس‌الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي وايي، چې د کانکور سږنۍ ازموينې ته ټول‌ټال ۱۲۴۹۲۸ کسانو نوم‌ليکنه کړې وه او له ډلې يې ۱۶۰۰۳۰ کسانو په ياده ازموينه کې ګډون کړی و.

د نوموړي په خبره، د پايلو له مخې ټول‌ټال ۸۸۶۰۳ کسان دولتي پوهنتونونو ته بريالي شوي او د کانکور ازموينې پرمهال پر مالي سپما سربېره له ۳ مياشتو څخه د يادې ازموينې د اخيستو وخت هم ۱۵ ورځو ته رالنډ شوی دی.

په ورته وخت کې د ازموينو ملي ادارې سرپرست رئيس عبدالقدير خاموش وايي، چې سږ کال دولتي پوهنتونونو ته له ۲۰ تر ۲۵ سلنې د نوو محصلانو د جذب ظرفيت لوړی شوی دی.

د نوموړي په خبره، د کانکور هغه ګډونوال چې لوړې نمرې لري او بې نتيجې شوي وي، د دويم چانس له لارې هغو پوهنځيو ته ورکول کېږي چې سيټونه په کې خالي وي.

خاموش زيات کړه، چې د پايلو په تړاو د ګډوالو شکايتونو او نيوکو ته هم د يوه ځانګړي فورم له لارې رسيدنه کېږي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...