کورنيو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د هغه راپور په اړه، چې په کې په افغانستان کې د کوکنارو د کر له ۳۲ سلنې زياتوالي خبر ورکړل شوی غبرګون ښودلی دی.
د دې وزارت د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې معينيت ويلي، چې دا مهال د ټول هېواد په کچه د هر راز نشهيي توکو کښت او قاچاق صفر ته رسېدلی دی.
د دې معينيت مسوولانو چې پرون ناوخت يې د نشهيي توکو د زيانونو په تړاو د پوهاوي يوې غونډې ته خبرې کولې ويلي، چې د يادو توکو د کښت او قاچاق له صفر کېدو سره به هېچا ته د دې اجازه ور نه کړي، چې د نشهيي توکو کاروبار وکړي.
د مسوولانو په خبره، امنيتي ځواکونو د نشهيي توکو د کاروبار مخنيوي په موخه بېلابېل عمليات ترسره کړي او په نتيجه کې يې څه باندې ۲زره لوی او کوچني تورن قاچاقبران نيولي دي.
ملګرو ملتونو پرون په يوه خپاره کړي راپور کې ويلي، چې په افغانستان کې پر ۲۳۳ هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي او له همدې کبله ۳۲ سلنه د نشهيي توکو په کښت کې زياتوالی راغلی.