Home » افغانستان » د شانګهای سازمان په سرمشريزه کې د افغانستان سولې او ثبات پر اهميت ټينګار وشو

د شانګهای سازمان په سرمشريزه کې د افغانستان سولې او ثبات پر اهميت ټينګار وشو

د شاهنګهای همکاريو سازمان سرمشريزه، چې د ازبکستان په ثمرقند روانه وه پرون جمعه پای ته ورسېده او په کې د يو شمېر هېوادونو مشرانو د افغانستان سولې او ثبات پر اهميت ټينګار وکړ.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين يادې سرمشريزې ته وويل، چې د شانګهای سازمان لومړيتوب له ترهګرۍ او افراطيت سره مبارزه ده او په خبره يې د دې ترڅنګ يې يوه مهمه او عمده دنده، د افغانستان په ګډون د پولو په اوږدو کې د لانجو او دعوو حلول دي.

د چين ولسمشر شي جينګ پينګ هم د خپلو خبرو په دوام کې د افغانستان اړوند مسايلو ته اشارې درلودې او زياته يې کړه، چې بايد د افغانستان اوسني چارواکي وهڅول شي څو په افغانسان کې يو ګډ او ټول‌شموله دولت رامنځته کړي او په خبره يې په دې توګه د تروريزم د ټوکېدو مخنيوی وکړي.

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف بيا په پاکستان کې سوله او ثبات د افغانستان له سولې او ثبات سره تړلې موضوع بللې ده او زياته کړې يې ده، چې د افغانستان سوله او ثبات د يوه ګاونډي هېواد په توګه د پاکستان لپاره ګټور دي.

نوموړي ټينګار کړی، چې نړيوال دې د افغانستان په تړاو ګډ کار ته دوام ورکړي او په افغانستان کې دې د ټولو ښو نوښتونو ملاتړ وکړي.

شريف دا هم ويلي، چې نړيوال دې په افغانستان کې د يوه پايدار اقتصاد د رامنځته کولو لپاره هڅې وکړي او زياتوي د دې کار لپاره مهمه ده، چې د افغانستان کنګل کړای شوې شتمني ازاده شي.

په همدې حال کې د هند لومړي وزير نريندرا مودي له دې کبله، چې افغانستان او منځنۍ اسيا ته پر وخت د هند توکي نه رسېږي، پر پاکستان نيوکه وکړه.

هغه وويل، چې له افغانستان سره د هند مرسته شوي غنم او نور توکي چې منځنۍ اسيا ته يې لېږدوي، د پاکستان له لوري د ټرانزيټي اجازې په نه ورکولو سره يې لېږد له ستونزو سره مخ کېږي.

د شانګهای همکاريو سازمان د سرمشريزې ګډوالو مشرانو، په افغانستان کې د موجوده سياسي او اقتصادي وضعيت په اړه اندېښنې څرګندې کړي او د ياد وضعيت د مخنيوي په موخه يې د معقولو حل لارو پر وړاندې کولو ټينګار وکړ.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...