Home » افغانستان » جاپان له ۹۰ زياتو افغان همکارانو ته په پنا ورکړې

جاپان له ۹۰ زياتو افغان همکارانو ته په پنا ورکړې

جاپاني رسنيو راپور ورکړی، چې دې هېواد په وروستۍ موده کې له ۹۰ څخه زياتو افغانانو ته پنا ورکړې ده.

د افغانستان لپاره د جاپان سفارت، چې سياسي بدلون وروسته يې په کابل کې خپل فعاليتونه ځنډولي پرون سې‌شنبه د (وږي په اوله) ويلي، چې دغه شمېر افغانان د تېر کال په اګسټ کې واک ته د طالبانو له بيا رسېدو وروسته جاپان ته رسيدلي.

په راپور کې د ياد سفارت په حواله ويل شوي، دا هغه کسان دي چې د تېرو کلونو پرمهال يې په افغانستان کې د جاپان له ملکي ماموريت سره همکاري کړې او د اوس لپاره د ۵ کلونو اقامت ورکړل شوی دی.

په راپور کې دا هم ويل شوي، چې د يادو ۵ کلونو له پوره کېدو وروسته ښايي يادو کسانو ته دايمي اقامت هم ورکړل شي.

د رسنيو د راپور له مخې، په جاپان کې د نورو هېوادونو وګړو ته د اقامت ورکول سخت دي او ډېر محدود شمېر کسانو ته اقامت ورکول کېږي.

په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته، جاپاني چارواکو دې هېواد ته ۸سوه افغان همکاران او په افغانستان کې د جاپان د دولتي بنسټونو اړوند کارکوونکي لېږدولي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...