د امريکا په سنا مجلس کې جمهوري غوښتونکي سناتور لينډسي ګراهم خبرداری ورکړی، چې له افغانستان څخه پر امريکا او د هغې پر متحدو هېوادونو د ترهګريز بريد د کېدو احتمال شته.
نوموړي له فوکس نيوز سره په خبرو کې ويلي، چې امريکا لا يوه جګړه ختمه کړې نه ده، بله يې پيل کړې او له همدې کبله له افغانستان څخه پر امريکا او متحدانو يې د بريد احتمال شته.
نوموړي له افغانستان څخه په بېړه د امريکايي ځواکونو ايستلو په اړه د ولسمشر جوبايډن پر پرېکړه نيوکه کړې او ويلي يې دي، چې دا پرېکړه د امريکا د پوځ له مشورې پرته شوې ده.
لينډسي ګراهم دا هم ويلي، چې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتل د طالبانو د يو لړ ژمنو پر بنسټ ترسره شوي؛ خو زياتوي چې تر اوسه طالبانو په دې برخه کې خپلې کړې ژمنې نه دي عملي کړي.
نوموړي زياته کړې، چې دامهال په افغانستان کې د القاعده شبکې له لوري د روزنځايونو او پټنځايونو جوړول دوام لري او په خبره يې له همدې کبله يې د مکسېکو له لارې امريکا ته د کډوالو اوښتو په دوام سره، له افغانستان څخه امريکا ته پر دې لاره د ترهګرۍ د انتقال وېره شته.
د بايډن ادارې مسوولان د سناتور لينډسي ګراهم د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي، خو تل يې ټينګار کړی چې له افغانستان څخه د ځواکونو په وتلو سره يې، د امريکا تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېښود.