په داسې حال کې حکومت د نجونو پر مخ د ښوونځيو د تړلو دوام په اړه ولس ته قانع کوونکو او معقول ځواب نه دی ورکړی، تازه حکومتي چارواکو بيا دا موضوع له فرهنګي حساسيتونو سره تړلې ده.
د پوهنې سرپرست وزير نورالله منير په خوست کې خبريالانو ته ويلي، حکومت د نجونو له زدهکړو سره ستونزه نه لري؛ خو په خبره يې لرې پرتو سيمو کې فرهنګي حساسيتونه د دې سبب شوي چې ښوونځي تړلي پاتې شي.
نوموړي زياته کړې، چې په يادو سيمو کې خلک له ښوونځيو سره نه، بلکې له کور څخه د نجونو په وتلو کې فرهنګي ملاحضات لري.
منير ډاډ ورکړی، هغه وخت چې د خلکو له لوري حکومت ته په دې برخه کې قناعت حاصل شي، نو ورسره به د نجونو پر مخ هم ښوونځي پرانيستل شي.
له دې وړاندې د پاکستان د وخت لومړي وزير عمران خان د افغانستان په اړه د اسلامي همکاريو سازمان غونډې ته هم ورته خبره کړې وه.
نوموړي ويلي وو، چې په افغانستان کې دې د نجونو د ښوونځيو موضوع جدي نه نيول کېږي؛ ځک په خبره يې دغلته د نجونو د زدهکړو په برخه کې فرهنګي ستونزې شته.
خو څو ورځې وړاندې پخواني ولسمشر حامد کرزي بيا د شپېګل جرمنۍ ورځپاڼې ته ويلي، چې طالبانو د نجونو پر مخ ښوونځي د پاکستان په خوله بند کړي دي.
خبريال: احسانالله احسان