Home » افغانستان » سرچينه: پکتيکا کې ښايي د ټي‌ټي‌پي مهم قومندان خالد خراساني وژل شوی وي

سرچينه: پکتيکا کې ښايي د ټي‌ټي‌پي مهم قومندان خالد خراساني وژل شوی وي

د پاکستان ايکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې په افغانستان کې د يوې سرچينې له قوله راپور کړی، چې ښايي په پکتيکا کې د شوې چاودنې په ترڅ کې د تجريک طالبان پاکستان يا TTP ډلې يو مهم قومندان عمر خالد خراساني وژل شوی وي.

د ورځپاڼې د راپور له مخې، د ټي‌ټي‌پي د قومندانانو پر يوه موټر چې د خالد خراساني په شمول عبدالولي مومند، مفتي حسن او حافظ دولت خان سپاره وو، د پکتيکا برمل په مربوطاتو کې مرموزه چاودنه شوې ده.

په راپور کې د سرچينې په حواله ويل شوي، په دې چاودنه کې ښايي په خپله خالد خراساني چې په مومندو ايجنسۍ کې د تحريک طالبان پاکستان نظامي مسوول او د يادې ډلې مهم قومندان دی وژل شوی وي.

خالد خراساني د مومندو ايجنسۍ اوسېدونکی دی او له مودې راهيسې د پاکستان حکومت د نوموړي پر سر ۱۰ ميليونه کلدارې انعام ايښی دی.

مفتي حسن د ملکنډ او حافظ دولت خان د اورکزيو ايجنسۍ اوسېدونکي دي چې موده وړاندې د تحريک طالبان پاکستان پر ځای له داعش ډلې سره يو ځای شوي وو او دغلته له څه مودې وروسته تېرولو وروسته، بېرته له تحريک طالباان پاکستان سره يو ځای شول.

تر اوسه په پکتيکا کې د چاودنې کره څرنګوالی نه دی مالوم او نه هم ځايي چارواکو په دې اړه له رسنيو سره خبرې کړي.

د تحريک طالبان پاکستان د مهم قومندان احتمالي وژل کېدو په اړه دا راپور داسې مهال خپرېږي، چې يادې ډلې په تېرو دوو اونيو کې له پاکستاني ديني عالمان او د پاکستان د حکومت له پلاوي سره د سولې مذاکرات کړي؛ خو په دې مذاکراتو کې پرمختګ نه دی شوی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...