د ژغورنې نړيوالې کميټې مسوولانو ويلي، چې دامهال اکثره افغانان د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او په خبره يې دغه شمېر ښايي د روان ۲۰۲۲ زېږديز کال په نيمايي کې ۹۷ سلنې ته ورسېږي.
يادې کميټې زياته کړې، چې افغانان دامهال ځان ته د خوړو په پيدا کولو کې له ستونزو سره مخ دي او خپل ۹۰ سلنه ترلاسه کيدونکي عايد د خوړو پر چمتوو کولو لګوي.
د ژغورنې نړيوالې کميټې د مالوماتو له مخې، په افغانستان کې مبهمو سياستونو د عامو افغانانو ځور او بېوزلي زياته کړې او له همدې کبله دامهال ۴۳ سنله افغانان په درېيو وختونو کې يوازې يو وخت ډوډۍ خوري.
دې کميټې ويلي، چې په افغانستان کې د لوږې او بېوزلۍ له زياتېدو سره، د ماشومانو او د دوی د بدن غړو پيرل خورا سخته او اندېښمنوونکې مسئله ده.
د ژغورنې نړيوالې کميټې پر نړيوالو هم غږ کړی، چې وضعيت ته په کتو سره دې د عامو افغانانو د ژوند خوندي کولو لپاره هڅې وکړي او خپلې بشري مرستې دې په بيړني ډول ډېرې کړي.
په افغانستان کې له سياسي بدلونونو سره سم راپورته شوی بشري ناورين لا هم نه دی مهار شوی او له دې وړاندې هم ځينو نړيوالو بنسټونو خبرداری ورکړی، که د نړيوالو له لوري په بېړه بشري مرستې ډېرې نه شي، نو ښايي دا ناورين پر يوه فاجعه بدل شي.