د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نيکلاسون وايي، تېره اوونۍ د افغانستان په اړه د تاشکند په نړيوالو کنفرانس کې طالب چارواکو د هېوادونو او نړيوالو سازمانو د ملاتړ ترلاسه کولو په موخه پر افغانستان د بشپړ کنټرول ادعا وکړه.
نوموړی زياتوي چې د يادې ادعا ترڅنګ طالب چارواکو خپلې هغه ژمنې هم يو وار بيا تازه کړي، چې د ترهګرۍ پر پټنځي د افغانستان د نه بدلېدو په اړه يې وړاندې کړې وې.
نيکلاسون وايي، چې د امريکا له لوري په کابل کې د القاعده ډلې مشر ايمنالظواهري وژل کېدل، د طالبانو پر دې کړو ژمنو شکونه او بېباوري زياتوي. نوموړی وايي، چې ايا طالبانو په دې اړه مالومات نه درلودل، ناتوان وو او که يې د القاعده ډلې د مشر پر وړاندې اقدام نه کول غوښتل؟
نيکلاسون دا هم ويلي، چې په تاشکند کنفرانس کې طالبانو د ټولګډونه دولت د جوړولو او دغه راز بشري حقونو ته د درناوي په برخه کې هم ډاډ ورکړی؛ خو نوموړي د پوښتنې په توګه زياته کړې چې ايا طالبان له افغانانو سره د دې ژمنې د پوره کولو وړتيا لري؟
امريکا د تېرې يکشنبې په ورځ د کابل په يوه خوندي سيمه کې د بېپيلوټه الوتکې له لوري د بريد په وسيله د القاعده شبکې مشر ايمنالظواهري وواژه. د نوموړي د وژلو له اعلان وروسته، د امريکا د ملي امنيت سلاکار جک سوليوان ويلي، چې په کابل کې د الظواهري د اوسېدنې په اړه د حقاني شبکې مهم غړي خبر وو.
احسانالله احسان