په داسې حال کې چې د امريکا ولسمشر جوبايډن د هوايي بريد په وسيله په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ايمنالظواهري د وژلو اعلان کړی، خو د افغانستان سرپرست حکومت دغه بريد بيا د دوحې هوکړې خلاف عمل بللی دی.
د حکومت وياند ذبيحالله مجاهد د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، د ياد هوايي بريد په لومړیو کې د پېښې څرنګوالی نه و مالوم؛ خو د امنیتي او استخباراتي ارګانونو له پلټنې وروسته په لومړنيو څېړنو کې وموندل شول، چې یاد برید د امریکايي ډرون الوتکو له لوري شوی.
د مجاهد په خبره، دا برید که په هره پلمه شوی وي، اسلامي امارت یې په کلکو ټکو غندي او د نړيوالو اصولو او د دوحې تړون ښکاره سرغړونه یې بولي.
نوموړي ټينګار کړی، چې دا ډول کړنې د تېرو شلو کلونو د ناکامو تجربو تکرار دی چې د امریکا متحده ایالاتو، افغانستان او سیمې د ګټو خلاف عمل دی.
مجاهد دا ډول بريدونه او د هغوی تکر د شته فرصتونو په زيان بللي او ويلي يې دي، چې دا ډول کړنې ياد فرصتونه له منځه وړلی شی. ذبيحالله مجاهد په دې اعلاميه کې د القاعده شبکې د مشر ايمنالظواهري د وژلو کېدو په تړاو څه نه دي ويلی.