Home » افغانستان » حنفي: حکومت د ښځو او نجونو؛ د کار او زده‌کړو مخالف نه دی

حنفي: حکومت د ښځو او نجونو؛ د کار او زده‌کړو مخالف نه دی

په داسې حال کې چې له ۳۴۰ ډېر ورځې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو له تړل کېدو تېرېږي، خو د رئيس‌الوزرا دويم مرستيال عبدالسلام حنفي تازه ويلي چې حکومت د نجونو د زده‌کړو او د ښځو له لوري د کار له کولو سره مخالفت نه لري.

نوموړي نن پنج‌نشنبه د (زمري په ۶مه) د افغانستان لپاره د جاپان له سفير تاکاشي اوکاډا سره د ليدنې پرمهال ويلي، سرپرست حکومت نه دا چې ښځو او نجونو د زده کړو او کار مخالف نه دی، بلکې ترڅنګ يې دامهال په ډېرو تعلیمي او ملکي ادارو کې د دوی پرمخ د زده کړو او کار بهیرونه هم بېرته عادي شوي دي.

نوموړي د دې ترڅنګ دا هم ويلي، چې فساد او د نشه یي توکو کر له منځه تللي، بشري حقونه د اسلامي شريعت مطابق تامین شوي او اعلان شوې عمومي بښنه هم په سمه توګه تطبیق کېږي.

حنفي د افغانستان او چاپان ترمنځ اړيکي تاريخي وبللې او زياته يې کړه، چې سراسري امنیت تامین شوی او له همدې کبله دې په افغانستان کې د جاپان سفارت بېرته خپل فعالیتونه پیل کړي.

په ورته وخت کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکاډا په افغانستان کې د زلزلې او وروستیو سیلابونو له امله په رامنځته شوو مالي او ځاني زیانونو خواشیني وښوده ويې ویل، د وروستیو پېښو قربانیانو ته يې د افغاني سرې میاشتې له لارې بېړنۍ مرستې رسولي او په خبره يې، له افغانستان سره به د جاپان بشري مرستې او همکاري د پخوا په څېر دوام ولري.

نوموړي زياته کړه، چې په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې او نړۍ په ګټه دی او په خبره يې جاپان هڅه کوي چې له افغانانو سره د ګډ کار له لارې دا هېواد دایمي ثبات ته ورسېږي.

اوکاډا له نړيوالو هم غوښتي، چې وضعيت ته په کتو سره دې له قید او شرط پرته له افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...