د افغانستان سرپرست حکومت هغه اوازې رد کړې چې ګواکې د واخان په دالان کې پاکستان؛ تاجکستان ته نېغ په نېغه د سړک وهلو وړانديز کړی دی.
د حکومت د وياند مرستيال بلال کريمي په دې اړه نن يکشنبه د (زمري په ۲مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، چې د واخان په اړه له هېچا سره نه خبره شوې او نه دا موضوع چا را پورته کړې ده.
نوموړي دا موضوع د ځينو کسانو له لوري پروپاګنډ بللې او زياته کړې يې ده چې دغه کسان تل د اندېښنې خورولو په هڅه کې دي.
د کريمي په خبره، حکومت د ملي مسايلو په اړه واضيح دريځ او د ملت ګټو ته ژمن دی.
په دې وروستيو کې داسې اوازې خورې شوې چې ګواکې پاکستان د افغانستان سرپرست حکومت ته وړانديز کړی، څو اجازه ورکړي چې په بدخشان کې د واخان دالان له لارې تاجکستان ته سړک ووهي.
له همدې امله عامو خلکو په دې اړه توند غبرګون ښودلی او له حکومت يې په جدي توګه غوښتي، چې له پاکستان سره د واخان په اړه هېڅ ډول خبرې ونه کړي.
دوی ټينګار کوي چې د واخان دالان له لارې له تاجکستان او منځنۍ اسيا سره د پاکستان سوداګرۍ ته اجازه ورکول، د پيوستون د نقطې په توګه په سيمه کې د افغانستان ارزښت نږدې صفر کولی شي.