Home » سیمه او نړی » ايران: د اسرائيلي جاسوسانو يوه ډله هدف ته له رسېدو وړاندې نيول شوې

ايران: د اسرائيلي جاسوسانو يوه ډله هدف ته له رسېدو وړاندې نيول شوې

د ايران استخباراتو وزارت اعلان کړی چې د موساد له استخباراتي شبکې سره يوه تړاو لرونکې ډله يې دې هېواد ته له دننه کېوو سره سم نيولې ده.

دې وزارت که څه هم د يادو کسانو شمېر او هوئيت نه دی په ډاګه کړی؛ خو ويلي يې دي چې د عراق کوردستان له لارې يې غوښتل د ايران خاورې ته دننه شي.

د ايران د استخباراتو وزارت چارواکو په دې اړه ويلي، چې يادو کسانو ته د ايران پر حساسو ځايونو د بريد کولو ماموريت ورکړل شوی و او د نيول کېدو پرمهال ترې ځيني پرمختللي وسايل او دغه راز يوه اندازه پياوړي چاودېدونکي توکي ترلاسه شوي دي.

ايران د اسرائيلو له استخباراتي شبکې موساد سره د تړاو لرونکو دې کسانو نيولو اعلان پرون شنبه د (زمري په اوله) کړی؛ خو ايران انټرنېشنل بيا د ځينو وېډيوګانو او انځورونو په خپرولو سره تازه ادعا کړې، چې د اسرائيلو استخباراتي مامورينو په ايران کې دننه د دې هېواد د سپاهي پاسدران له يوه مهم چاروکي څخه څېړنې کړي دي.

ايران انټرنېشنل د سپاهي پاسدران دې چارواکي نوم يدالله خدمتي ياد کړی او ويلي يې دي، چې نوموړي اسرائيلي جاسوسانو ته د ايران له لوري سوريې، عراق، يمن او لبنان ته د وسلو لېږلو او دغلته د ايران د فعاليتونو په اړه مالومات ورکړي دي.

تر اوسه د اسرائيلو او ايران چارواکو په رسمي توګه د دې موضوع په اړه څه نه دي ويلي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...