د استخباراتو عمومي رياست خبر ورکړی، چې د داعش ډلې يوه فعال نظامي او فرهنګي غړي غوښتل په کابل کې د اهل تشيع پر جومات چاودنه وکړي؛ خو د نوموړي رياست د مسوولانو په خبره له چاودنې وړاندې نيول شوی دی.
دې رياست نن چهارشنبه د (چنګاښ په ۲۹مه) په خپل ټوېټر کې ليکلي، د داعش ډلې يوه غړي چې په ټولنيزو رسنيو کې يې د ابو خالد په مستعار نوم فعاليت کاوه، غوښتل چې پر ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته د اهل تشيع په جومات کې چاودنه ورکړي؛ خو په خبره يې نوموړی کس له کره مالوماتو وروسته د ځانګړو ځواکونو له لوري په نښه او له پښو غورځول شوی دی.
مسوولانو زياته کړې، چې له دې کس څخه يو شمېر نور مستعار اکاونټونه هم ترلاسه شوي، چې په خبره يې د يادو اکاونټونو پر مټ يې په ټولنيزو رسنيو کې خلک د داعش ډلې ته جذبول.
د استخباراتو رياست دا هم ويلي، چې نوموړی کس په خپله هم موده وړاندې د تلګرام له لارې داعش ډلې ته جذب شوی و. دا په داسې حال کې ده چې داعش ډلې روان کال په ځينو ولايتونو کې پر عامو خلکو مرګوني بريدونه کړي دي.