د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټيريش اعلان کړی، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانی دايمي استازی غلام محمد اسحاقزی يې د عراق لپاره خپل ځانګړی استازی ټاکلی دی.
نوموړي دغه اعلان پرون سېشنبه ناوخته د (چنګاښ په ۲۸مه) کړی او ويلي يې دي، چې اسحاقزی به له دې وروسته په عراق کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وي.
ګوټيريش زياته کړې، چې اسحاقزی به په بغداد کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ترڅنګ، د نوموړي سازمان د بشردوستانه همغږۍ مسووليت هم په غاړه ولري او په دې توګه به د ملګرو ملتونون له ادرس څخه، د عراق اړوند په بشري مسايلو کې هم خپل رغوونکی رول ولري.
له انتونيو ګوټيريش ور هاخوا، ملګرو ملتونو هم له خپلو رسمي ادرسو څخه د عراق لپاره د دې سازمان د ځانګړې استازې په توګه، د غلام محمد اسحاقزي د ګمارل کېدو خبر ورکړی.
ملګرو ملتونو په دې اړه خپاره کړي بيان کې ويلي، چې اسحاقزی د بشري مرستو د مديريت، پراختيايي چارو، بيارغونې او د سولې د تحکيم په برخه کې ۲۸ کاله کاري تجربه لري.
اسحاقزي له دې وړاندې هم په سويلي کوريا، اذربايجان، افغانستان، يمن، شام او عراق کې د ملګرو ملتونو سازمان په چوکاټ کې ځانګړي ماموريتونه ترسره کړي دي. نوموړی په پښتو، دري، انګليسي، عربي او اردو ژبو روانې خبرې کولی شي.