په شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو له زياتېدو سره د يادې سيمې بېلابېلو برخو اوسيدونکو په ميرعلي کې پرلت پيل کړی او له حکومت غواړي چې دغلته د روانو هدفي وژنو مخه ونيسي.
ځايي اوسېدونکو په ميرعلي کې دغه پرلت د روانې جولای په ۱۷مه پيل کړی او نن د درېيمې ورځې لپاره هم دوام لري. دوی وايي، په شمالي وزيرستان کې هدفي وژنې په يوه او بل نوم له مودې راهيسې روانې دي؛ خو زياتوي چې په وروستيو مياشتو کې يادې وژنو زښتې ډېرې شوي دي.
پرلت کوونکي د پاکستان له حکومت غواړي، چې دغلته دې د روانو هدفي وژنو مخه ژر تر ژره ونيسي. له دې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او فعالانو ادعا کړې وه، چې د پاکستان پوځ او استخبارات د يادو هدفي وژنو تر شا ولاړ دي.
دوی ويلي چې د يادو هدفي وژنو موخه د نخبه ځوانانو او قومي مشرانو له منځه وړل او د ترهګرۍ يوې بلې نوې پروژې ته د زمينې برابرول دي.
د شمالي وزيرستان د ځايي اوسېدونکو دا پرلت داسې مهال دی، چې همدا پرون دوشنبه په ميرعلي کې د محمد عمر په نوم يو ځوان د نامالومو وسلهوالو له لوري وژل شوی.
پوليسو ويلي، چې د يادې پېښې د عاملانو نيولو هڅې يې پيل کړي؛ خو تر اوسه په يې په تړاو هېڅوک نه دي نيول شوي.