د رئيسالوزرا لومړي مرستيال عبدالغني برادر د پکتيکا او خوست په ځينو ولسواليو کې د بيا ځلي زلزلې او په ترڅ کې يې خلکو ته د ځاني او مالي زيان اوښتو له امله خوشيني ښودلې.
نوموړي په دې اړه يوه خپاره کړي پيغام کې ويلي، چې ټولو اړوندو ادارو ته يې امر کړی څو د پېښې ځايونو ته ژر رسېدنه وکړي او د خلکو د ژوند ژغورنې په موخه دې له ټولو شته امکاناتو کار واخلي.
برادر ټینګار کړی چې يادې اړوند مرستندويه ادارې او بنسټونه دې په يادو سيمو کې د زيانمنو شويو کسانو ژوند وژغوري او هر ډول لازمې مرستې دې ورسره وکړي.
په پکتيکا کې د تېرې زلزلې له امله زيانمنې سيمې پرون ورځ او بېګا شپې ورته سختې زلزلې يو وار بيا ولړزولې. که څه هم د يادې زلزلې له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه کره شمېرې نه دي په ډاګه شوي؛ خو ناتائيد شوو راپورونو کې ويل شوي چې شاوخوا ۱۴ تنه مړه او ژوبل شوي دي.
ځايي سرچينو ويلي، چې پرونۍ زلزلې بيا د خلکو کورونه نړولي او د مالي زيان ترڅنګ يې ځايي اوسېدونکو ته ځاني زيانونه هم اړولي دي.