Home » افغانستان » ملګري ملتونه: افغانستان کې زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۱۵ ميليون ډالرو ته اړتيا ده

ملګري ملتونه: افغانستان کې زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۱۵ ميليون ډالرو ته اړتيا ده

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مرستيال او د بشري مرستو همغږي کوونکی رميز الااکبروف وايي، په پکتيکا او خوست کې د زلزلې له کبله اوښتو زيانونو ته په پام سره اړمنو ته د مرستو رسولو په موخه ۱۵ ميليون ډالرو ته بېړنۍ اړتيا ده.

نوموړي پرون ناوخته له کابل څخه د انلاين خبري کنفرانس له لارې خبريالانو ته ويلي، دا مرستې يوازې د دې لپاره نه دي چې زيانمنو خلکو ته دې خوراکي او غير خوراکي توکو ترڅنګ روغتيايي مرستې ورسوي، بلکې د نوموړي په خبره له دې بېړني حالت څخه له وتو وروسته په زيانمنو سيمو کې د ناروغيو احتمال هم شته.

اکبروف زياته کړې، چې د سختو اورښتونو په ترڅ کې خلکو ته د روغتيايي لارو چارو په اړه عامه پوهاوی اړين دی او په خبره يې ګني له دې پرته ښايي خلک له ناسم وضعيت سره مخ شي.

نوموړي په ورته وخت کې خبر ورکړی چې له بېلابېلو مرستندويه بنسټونو سره په ګډه يې پکتيکا ته ۴۵ امبولاسونه او لس ټنه روغتيايي توکي لېږلي دي چې درمل، خيمې او نورو اړين توکي هم په کې شامل دي.

د اکبروف په خبره، د يادو توکو ترڅنګ د جراح ډاکټرانو ۱۸ ګرځنده طبي ډلګۍ هم ياد ولايت ته لېږل شوي دي، چې د نوموړي په خبره دغلته د خلکو پر درملنه بوخت دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...