د خوړو نړيوال پروګرام په يوه تازه بيان کې ويلي، چې په افغانستان کې د خوراکي توکو او تېلو بيو په لوړېدو سره ډېری افغانان له سختې لوږې سره مخ شوي دي.
د دې پروګرام د افغانستان برخې مسوولې مري الين مکګرو ارټي د RTA په نوم له يوه ټلوېزيون سره په مرکه کې ويلي، چې په دې هېواد کې وچکالۍ او اقتصادي بحران په ګډه د خلکو وضعيت نور هم خراب کړی او نه شي کولی چې ځان ته کافي خواړه پيدا کړي.
نوموړې ويلي، چې په اوکراين کې د روانې جګړې له امله د افغانستان اقتصادي وضعيت نور هم خراب شوی؛ ځکه چې د نوموړې په خبره يادې جګړې پر افغانستان سربېره په ټوله نړۍ کې د خوراکي توکو او تېلو صادرات اغيزمن کړي دي.
مکګرو ارټي زياته کړې، چې په افغانستان کې د موجوده ناسم اقتصادي وضعيت له امله په ۱۰ افغانانو کې ۹ تنه يې کافي خواړه نه لري او په دې توګه ۱۹ ميليونه افغان له شديدې لوږې سره مخ دي، چې له ډلې ۶ ميليونه هغه بيا د خوړو نه خونديتوب له امله د ناورين په حالت کې دي.
په افغانستان کې وروستيو سياسي بدلونونو بشري او اقتصادي وضعيت نور هم سخت کړ او په وروستيو کې پر اوکراين د روسيې د بريد له امله، د غلې دغه لوی صادروونکی هېواد پر ځان اخته شوی او جګړې يې د افغانستان پر اقتصاد سربېره پر نړيوال اقتصاد هم اغېز کړی.