د رئيسالوزرا لومړي مرستيال عبدالغني برادر په مشرۍ اقتصادي کمېسيون په يوه تازه اقدام کې پرېکړه کړې، چې د هېواد ټولو بندرونو د عصري کولو په موخه دې د DP World په نوم له بهرنۍ کمپنۍ سره قرارداد وشي.
د دې کمېسيون په پرېکړه کې ويل شوي، چې د قرارداد له مخې به ياده کمپني په بندرونو کې د صادراتو د پياوړتيا او ملاتړ لپاره لازمې اسانتياوې رامنځته کوي.
د اسلامي امارت د وياند مرستيال بلال کريمي نن دوشنبه د (غبرګولي په ۱۶مه) په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، د بندرونو په اړه د پرېکړې ترڅنګ د اورګاډي پټلۍ ادارې ته هم اجازه ورکړل شوه، څو د حیرتان بندر د اورګاډي پټلۍ د خدمتونو پروژه د نوي قرارداد په موخه داوطلبۍ ته وړاندې کړي.
نوموړي ويلي، چې د اورګاډي پټلۍ اداره غواړي د حیرتان بندر د اورګاډي پټلۍ بشپړ مسؤلیت افغان لوری ولري او د خدمتونو وړاندې کولو لپاره دې له بل شرکت سره قرارداد وشي.
کريمي زياته کړې چې د يادو پرېکړو په ترڅ کې د کابل ښاروالۍ ته هم سپارښتنه شوې، څو هغه ۶ مشارکتي پروژې چې ياده ښاروالي یې د اقتصادي کمېسیون له لوري د ابتدايي منظورۍ غوښتنه کوي، ازادې داوطلبۍ ته وړاندې کړي.