Home » افغانستان » ملګري ملتونه: په افغانستان کې بشري وضعيت لا هم بحراني دی

ملګري ملتونه: په افغانستان کې بشري وضعيت لا هم بحراني دی

ملګرو ملتونو يو بيا په افغانستان کې پر موجوده بشري وضعيت اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې لا هم په دې هېواد کې بشري وضعيت د ناورين په کچه کې پاتې دی.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ يا UNHCR تازه نن يک‌شنبه د (غبرګولي په ۱۵مه) خپل ټوېټر کې لېکلي، چې د لسيزو جګړې، ناسم اقتصادي وضعيت، د خوراکي توکو د بيو لوړوالي په افغانستان کې بشري ناورين سخت کړی دی.

دې ادارې زياته کړې، چې ياد عوامل د دې سبب شوي څو په افغانستان کې ميليونه کورنۍ له خوارځواکۍ سره لاس او ګرېوان شي او دغه راز پر سرپنا سربېره په ګڼو نورو لومړنيو برخو کې ملاتړ ته اړتيا پيدا کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ويلي، چې د افغانستان بشري ناورين ته د ځواب ويلو په موخه له ترتيب شوي پلان سره سم بايد د اړتيا وړ پاتې ۳ مېليارده ډالر هم د روان کال له ژمي وړاندې بايد چمتوو شي.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري وضعيت د مهارولو په موخه د يوه پلان پر بنسټ د ۴ مېليارده ډالرو اړتيا سنجولې، چې د نوموړي سازمان په خبر د يادو پيسو يوازې يو پر درېيمه برخه ترلاسه شوې او پاتې نورې د مرستندويه هېوادونو له لوري تر اوسه نه دي ورته سپارل شوي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...