Home » افغانستان » “له افغانستان څخه د برېتانويانو وتل خيانت او د برېتانيې ګټې زيانمنوي”

“له افغانستان څخه د برېتانويانو وتل خيانت او د برېتانيې ګټې زيانمنوي”

د برېتانيې پارلمان د بهرنيو چارو کميټې د خپلو څېړنو په پايه کې په ډاګه کړې، چې له افغانستان څخه د بريتانوي ځواکونو وتل يو ناورين او خيانت دی.

دې کميټې په خپل خپاره کړي راپور کې ويلي، چې د کابل د سقوط پرمهال له افغانستان څخه د برېتانوي ځواکونو وتل ناورين دی او کولی شي چې د کلونو لپاره د برېتانيې ګټو ته زيان ورسوي.

په راپور کې د برېتانيې د پارلمان غړو په حواله راغلي، چې له افغانستان څخه د برېتانوي ځواکونو د ايستلو په موخه د استخباراتو او ډيپلوماټيکې دستګاه له لوري په پلان جوړولو کې سيسټماټيکې ناکامۍ موجودې وې.

دوی زياته کړې، دا ځکه چې له افغانستان څخه د خلکو د ايستلو پرمهال ترسره شوې ګډوډۍ د انسانانو د ژوند په بيه تمامېدای شوې. د پارلمان غړو ويلي، چې د کابل د سقوط پرمهال له افغانستان څخه د خلکو په ايستلو کې د حکومت بې تفاوتي، د ياد بهير د ناسم مديريت ښکارندويي کوي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...