Home » افغانستان » ولسمشرغني په کابل او کندهار کې د تېرې ورځې بریدونه غندلي
رویداد خبري آژانس

ولسمشرغني په کابل او کندهار کې د تېرې ورځې بریدونه غندلي

د راپورونو له مخې تېره ورځ د کابل ښار د پنځمې حوزې په کمپنۍ سیمه کې ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو چاودنه وکړه چې دوه ملکیان پکې ووژل شول.

 همدا راز د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د یوه ماین د چاودنې له امله اته ملکي وګړي وژل شوي وو.

 ولسمشر غني دغه بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي او وایي پر ملکي وګړو او عامو خلکو بریدونه بشر ضد جنایت دی.

نوموړي یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې له جګړو لاس واخلي او د سولې له پروسې سره یو ځای شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...