ځینو رسنیو د حکومتي سرچینو له قوله ویلي چې د روانې اسد میاشتي په ۲۶ یا د اګسټ په شپاړسمه نېټه به د افغانانو ترمنځ د خبرو لومړی پړاو پيل شي.
بلخوا پرون د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین یو شمیر رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې یوه اونۍ وروسته به د افغانانو خپلمنځي خبرې پيل شي.
نوموړي په یوه مرکه کې د افغان حکومت له لوري د زندانیانو د خوشي کولو د پرېکړې هرکلی هم کړی دی او په وینا یې په لومړي پړاو مذاکراتو کې به پر ځینو مسایلو د بحث ترڅنګ د بل پړاو مذاکراتو پر ځای ځایګي هم خبرې کېږي.
تر دې وړاندې ولسمشر غني او د ملي مصالحې عالي شورا مشر هم ویلي وو چې د طالب زندانیانو تر خلاصون درې ورځې وروسته به بین الافغاني خبرې پيل شي.