Home » سیمه او نړی » اردوغان په ناټو کې د فنلنډ او سوېډن د غړيتوب په اړه مخالفت ښودلی

اردوغان په ناټو کې د فنلنډ او سوېډن د غړيتوب په اړه مخالفت ښودلی

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان يو وار بيا په ناټو سازمان کې د فنلنډ او سوېډن غړيتوب په اړه مخالفت څرګند کړی او ويلي يې دي چې ياد هېوادونه د اوس لپاره د دې سازمان غړي نه شي کېدای.

نوموړي پرون دوشنبه د (غويي په ۲۶مه) په انقرې کې خبريالانو ته ويلي، چې فنلنډ او سوېډن د ناټو سازمان په اړه روڼ او څرګند چلند نه لري او له همدې کبله پر دې دواړو هېوادونو باور نه شي کېدای.

اردوغان ويلي، چې ياد دوه هېوادونه دې د ناټو سازمان د غړيتوب ترلاسه کولو په موخه، دې سازمان ته د قناعت ورکولو په موخه په پلاوي نه ورلېږي.

ترکيه له مودي راهيسې فنلنډ او سوېډن تورنوي چې د دې هېواد خلاف کردي وسله‌والو ته يې په خپله خاوره کې پنځايونه ورکړي دي او له همدې کبله ترکيه په ناټو سازمان کې د يادو هېوادونو د غړيتوب مخالفه ده.

ترکيې دغه دوه هېودونه تورن کړي چې د کردانو کارګر ګوند (پي کې کې) او دغه راز يې د (وای پي جي) وسله‌والو ته يې په خپلو سيمو کې د پټنځايونو د لرلو زمينه برابره کړې ده.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...