Home » افغانستان » ملګري ملتونه: د نجونو زده‌کړې د افغانستان د راتلونکي لپاره جدي اړتيا ده

ملګري ملتونه: د نجونو زده‌کړې د افغانستان د راتلونکي لپاره جدي اړتيا ده

ملګرو ملتونو يو وار بيا په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو پر موضوع تمرکز کړی او ويلي يې دي چې هر څه ژر بايد له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر مخ هم تړلي ښوونځي بېرته پرانيستل شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې يا اوچا د دفتر مسوولې ايزابل موسارد کارلسن نن دوشنبه (د غويي په ۲۶مه) خپل ټوېټر کې لېکلي، چې په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو دوام د دغه هېواد د راتلونکي لپاره يوه جدي اړتيا ده.

نوموړې د قابلو نړيوالې ورځې په مناسبت زياته کړې، چې زده‌کړو ته د نجونو لاسرسی د بشري حقونو اړوند موضوع ده او هر ژر بايد په دې برخه کې مثبت پرمختګ وشي.

ميرمن کارلسن زياته کړې، په افغانستان کې نننۍ زده‌کوونکې او محصلانې د سبا ورځې ډاکټرانې، قابلې، ښوونکې او انجنيرانې دي.

سربېره پر دې چې سرپرست حکومت تل د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازو د پرانيستو ژمنه کړې؛ خو تر اوسه د ولس د ارادې خلاف د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي پاتې دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...