Home » افغانستان » سېګار: واک ته د طالبانو له رسېدو سره د داخلي بې‌ځايه شوو شمېر زيات شوی

سېګار: واک ته د طالبانو له رسېدو سره د داخلي بې‌ځايه شوو شمېر زيات شوی

د افغانستان بيا رغونې لپاره د امريکا متحده ايالاتو ځانګړي سرمفتش يا سېګار په خپل تازه راپور کې چې نن پنج‌شنبه د (غويي په ۲۲مه) يې خپور کړی، په افغانستان کې واک ته د طالبانو په دويم ځل له رسېدو سره په کور دننه د بې‌ځايه شوو کسانو د شمېر زياتېدو خبر ورکړی.

د سېګار د راپور له مخې د اګسټ له ۱۵مې را په دېخوا چې طالبان په کې واک ته ورسېدل، د کورني بې‌ځايو شوو شمېر ۶۷۰زره کسان وو؛ خو له هغې وروسته د تېر ۲۰۲۱ زېږديز کال له پای ته رسېدو سره، دغه شمېر ۷۱۰زرو ته پورته شو.

په راپورو کې دغه راز ويل شوي، چې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو سره د عامو افغانانو اقتصادي وضعيت خورا خراب شوی له همدې کبله د ټول هېواد په کچه ۲۴.۲ ميليون کسان بېړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې بشري ناورين لا هم نه دی مهال شوی او وروستۍ شمېرې ښيي، چې د لوږې له کرښې لاندې د ۲۴ ميليون کسانو له ډلې ۶.۷ سنله هغه له بېړني حالت سره مخ دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...