ټاکل شوې نن پنجشنبه د (غويي په ۲۲مه) د ملګرو ملتونو امنيت شورا غړي هېوادونه د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته وکړي او په دې ناسته کې به د افغانستان اړوند پر بېلابېلو مسئلو بحث وشي.
په ملګرو ملتون کې د افغانستان استازولۍ د مالوماتو له مخې، د يادې ناستې پرمهال به په افغانستان کې پر بشري حقونو په ځانګړې توګه د نجونو او ميرمنو پر حقونو، له شپږم ټولګي د نجونو پورته ښوونځيو پر پرانيستو او دغه راز پر بشري وضعيت عمده تمرکز وشي.
د ملګرو ملتونو امنيت شورا دا ناسته وروسته له هغې رابللې، چې اسلامي امارت څو ورځې وړاندې په افغانستان کې پر ښځو د حجاب اغوستل جبري کړل.
دا پرېکړه په کور دننه او بهر له سختو نيوکو سره مخ ده او په دې ترڅ کې امريکايي چارواکو ګواښ کړی، که د دوی په خبره طالبان د بشري حقونو د نقض له ورته پرېکړو په شا نه شي نو له سختو فشارونو سره به مخ شي.