Home » افغانستان » ډان: د افغان طالبانو له واک ته رسېدو سره، پاکستان کې بريدونه زيات شوي

ډان: د افغان طالبانو له واک ته رسېدو سره، پاکستان کې بريدونه زيات شوي

د پاکستان ډان ورځپاڼې په يوه تازه خپاره کړي مطلب کې ويلي، چې دا مهال په پاکستان کې ترهګريز تحرکات او د وسله‌والو ډولو له لوري خونړي بريدونه د تېر وخت په پرتله خورا زيات شوي دي.

ورځپاڼې د پاکستان د جګړې او امنيت اسټېټيوټ په حواله هغه شمېرې او ارقام خپاره کړې، چې په تېرې مودې او اوسني وخت کې د جګړې او مرګ ژوبلې تناسب په ډاګه کوي.

د يادو شمېرو له مخې، د روان کال په اپرېل کې د تېرې مارچ په پرتله پر پاکستاني ځواکونو د بريدونو کچه ۲۴ سلنه زياته شوې. په دې مياشت کې ټول ۳۴ بريدونه شوي چې ۵۵ تنه په کې وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان شوي دي.

په وړمه مارچ کې بيا که څه هم په پاکستان کې بريدونه کم وو، خو د مرګ ژوبلې کچه يې په مراتبو لوړه وه. په دې مياشت کې ټول ۲۴ بريدونه شوي چې په ترڅ کې ۷۷ تنه وژل شوي او ۲۸۸ تنه نور ټپيان شوي دي.

په مارچ کې د مرګ ژوبلې کچه د پېښور په قيصه خوانۍ کې د شعيه مذهبو پر جومات د داعش ډلې له لوري د ترسره شوې چاودنې له امله زياته وه.

ډان په خپل تحليل کې ادعا کړې، چې په افغانستان کې د طالبانو له بيا ځلي واک ته رسېدو سره په پاکستان کې وسله‌وال فعاليتونه او ترهګري زياته شوې ده.

د ورځپاڼې په باور، په افغانستان کې د طالبانو اوسني رژيم او په پاکستان کې د ترهګرۍ زياتوالي ترمنځ يو تسلسل موجود او د ورځپاڼې په خبره، طالبانو په دې موده کې دا ثابته کړه چې له نړيوالو سره د ژمنې خلاف يې، د ترهګرو ډلو لکه تحريک طالبان پاکستان او نورو هغو پر وړاندې عمل نه دی کړی.

په مطلب کې ويل شوي، طالبانو دغه کار ځکه نه دی کړی چې د دغه اقدام په صورت کې په خپلو ليکو کې د درز له پيدا کېدو او دغه راز نورو مخالفو جهتونو ته د خپلو جنګياليو له ورتګ وېرېږي.

د ورځپانې د مطلب له مخې، که څه هم افغان طالبانو د ترهګرۍ پر وړاندې عمل نه دی کړی؛ خو دې ته لېوال دي چې د پاکستان حکومت او تحريک طالبان پاکستان ترمنځ د مذاکراتو د تسهيلوونکو په توګه رامخته شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...