Home » افغانستان » امريکا: د حجاب په اړه د طالبانو جديت له نړيوالو سره د دوی پر اړيکو اغېز کوي

امريکا: د حجاب په اړه د طالبانو جديت له نړيوالو سره د دوی پر اړيکو اغېز کوي

په افغانستان کې پر نجونو او ښځو د حجاب جبري کولو په تړاو د طالبانو پر وروستۍ پرېکړې پر وړاندې د غبرګونونو په دوام سره، امريکايي چارواکو هم په دې باب ژوره خواشيني ښودلې.

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس ويسټ نن دوشنبه د (غويي په ۱۹مه) په يو لړ ټوېټونو کې د حجاب جبري کولو پرېکړې ته په اشارې سره ويلي، چې د طالبانو ورته پرېکړې او تګلارې بشري حقونو ته سپکاوی دی.

نوموړي زياته کړې، چې له زده‌کړو د نجونو منعه کولو دوام، د دوی د ګرځېدو را ګرځېدو ازادۍ محدودول او د ښځو سوله‌ييزو لاريونونو په نښه کول بشري حقونو ته د طالبانو له لوري ښکاره سپکاوی دی.

ويسټ ټينګار کړی چې ورته پرېکړې کولی شي له نړيوالو سره د طالبانو پر اړيکو منفي اغېز وکړي.

د حجاب جبري کولو له پرېکړې وروسته په کور دننه او بهر غبرګونونه لا هم دوام لري او منتقدان ټينګار کوي چې اسلامي مارت دې د لومړيتوبو په تشخيص کې دقيق و اوسي.

د دوی په خبره په اوسني وضعيت کې د نجونو ښوونځيو پرانيستل، د اساسي قانون جوړول، د يوه ملي دولت تشکيلول او اقتصادي ستونزو ته د معقولو حل لارو پيدا کول بايد د لومړيتوبونو په سر کې وي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...