Home » سیمه او نړی » روسيه: په ماريوپول کې اوکرايني ځواکونو ته د تسليمې لپاره مهلت ورکړل شوی

روسيه: په ماريوپول کې اوکرايني ځواکونو ته د تسليمې لپاره مهلت ورکړل شوی

روېټرز خبري اژانس د روسيې دفاع وزارت په حواله خبر ورکړی چې ځواکونو يې د اوکراين په ماريوپول ښار کې اوکرايني ځواکونو ته يوه ورځ مهلت ورکړی څو له جګړې پرته وسلې پر ځمکه کېږدي.

د روسيې دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې وسله‌والو ځواکونو يې د بشري اصولو له مخې يو وار بيا “بهرنيو وسله‌والو او توکمپالې ډلې” ته وړانديز کړی چې د روانې اپرېل په شلمه  د مسکو پر وخت تر دوو بجو جګړه ودري او وسله دې پر ځمکه کېږدي.

په خبرپانه کې ويل شوي چې پرون سې‌شنبه هېڅ کوم اوکرينی سرتېری نه دی تسليم شوی؛ خو په خبره يې نن چهارشنبه هم څو ساعته وخت په اختيار کې لري.

په ماريوپول کې د پولادو لويه فابرېکه هم موقعيت لري، چې دامهال په کې عام خلک د جګړې له وېرې پټ شوي. د رسنيو له لوري په خپرو شوو راپورو کې ويل شوي، چې روس پلوه ملېشه ځواکونه هڅه کوي چې پر ياده فابرېکه بريد وکړي او ويې نيسي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ایران په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۹۰۱ کسان اعدام کړي

د بشري حقونو یو سازمان ...