Home » سیمه او نړی » روسيې پر بوريس جانسن او ځينو برېتانوي چارواکو مسکو ته د سفر بنديز لګولی

روسيې پر بوريس جانسن او ځينو برېتانوي چارواکو مسکو ته د سفر بنديز لګولی

روسيې په يوه تازه اقدام کې پرون شنبه د (وري په ۲۷مه) د برېتانيا لومړي وزير بوريس جانسن په شمول د دې هېواد پر يو شمېر برحاله او مخکېنيو چارواکو مسکو ته د سفر بندونه لګولي دي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې له مخې لومړی وزير بوريس جانس، د نوموړي مرستيال ډومنيک راب، د بهرنيو چارو وزيره لېز ټرس، د دفاع وزير بن والاس، مخکېنۍ لومړۍ وزيره ټرې‌زامی او د سکاټلنډ اعلی وزيره نېکلا سټورجيون هغه کسان دي، چې له دې وروسته مسکو ته سفر نه شي کولی.

په اعلاميه کې ويل شوي چې د يادو کسانو په تړاو دغه ګام د لندن د ناسمو مالوماتو، په نړيواله کچه د روسيې د منزوي کولو په موخه د سياسي ګمپاين او د روسيې د اقتصاد احتمالي محدودولو لپاره د شرايطو برابرولو له امله اخيستل شوي دي.

د امريکا او برېتانيې په شمول اروپايي هېوادونو په دې وروستيو کې پر اوکراين د بريد له امله پر روسيې نور اضافي بنديزونه هم ولګول. خو پر يادو بنديزونو سربېره لا هم پر اوکراين د روسيې په بريدونو کې کمښت نه دی راغلی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ایران په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۹۰۱ کسان اعدام کړي

د بشري حقونو یو سازمان ...