Home » افغانستان » “له افغانستان څخه د احتمالي خطر مخنيوي لپاره د امريکا وړتيا محدوده شوې”

“له افغانستان څخه د احتمالي خطر مخنيوي لپاره د امريکا وړتيا محدوده شوې”

د امريکا پوځ اعلان کړی چې له افغانستان څخه په وتلو سره يې، د استخباراتي مالوماتو د راټولولو او دغه راز د افغانستان له خاورې څخه د امريکا پر وړاندې د خطر مخنيوي وړتيا کمزورې شوې ده.

د امريکا د ځانګړو عملياتو قومندان رېچارډ کلارک پرون سې‌شنبه ناوخته د (وري په ۱۶مه) د دې هېواد سنا مجلس ته ويلي، په افغانستان کې د امريکا له نظامي حضور پايته رسيدو سره، له نوموړي هېواد څخه د احتمالي تهديد د پېښېددو په اړه د مالوماتو راټولو او د يادو خطرونو د مخنيو په برخه کې د امريکا وړتيا محدوده شوې ده.

کلارک زياته کړې، چې پر يادو ستونزو سربېره بيا هم له لرې واټن څخه د افغانستان وضعيت څاري او له دې لارې د خطر د مخنيوي څه ناڅه وړتيا هم لري.

بل پلو د امريکا دفاع وزارت يا پنټاګون ويلي، مجبور دي چې د افغانستان وضعيت څارنې او د استخباراتي مالوماتو د راټولولو په موخه له بې‌پيلوټه الوتکو ګټه واخلي. پنټاګون زياته کړې چې دا کار د طالبانو د کنټرول او دغه راز د احتمالي خطرونو د مخنيوي لپاره د مالوماتو راټولولو په موخه کوي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...