د افغانستان بانک پخواني سرپرست رئيس واحدالله نوشېر د ملگرو ملتونو له لوري له افغانستان سره د ژمنه شوې ۲.۴ ميليارد ډالرو مرستې لېږدولو ته په اشارې سره ويلي، چې يادې مرستې بايد د يوه منظم ميکانېزم له مخې افغانستان ته ولېږدول شي.
نوموړې په دې اړه خپله فېسبوک پاڼه کې لېکلي، چې د افغانستان بانکي نظام دامهال د نړيوالو له بنديزونه سره مخ دی او په خبره يې افغانستان ته د پيسو نغد انتقال د غيری رسمي راکړې ورکړې ترويج ته لار جوړوي.
نوشېر وړانديز کړی چې ملگري ملتونه دې د افغانستان بانک له لارې د مرستو د لېږد مشروطه تگلاره رامنځته کړي، منظمه څارنه، مديريت او د حساب ورکولو ميکانېزم دې په لار واچوال شي.
نوموړي زياته کړې چې په دې توګه د افغانستان بانکي سکټور غښتلی کيدای شي او افغانۍ هم خپل ارزښت د نورو اسعارو پر وړاندې ثابت ساتلی شي.
دا مهال ملګري ملتونه په اونيز ډول افغانستان ته د يادو مرستو مالومه اندازه ډالر، په قسطوار او نغدي ډول افغانستان ته لېږدوي.