Home » افغانستان » ايراني چارواکي: د طالبانو د کورنيو يو شمېر غړي هم ايران ته کډوال شوي

ايراني چارواکي: د طالبانو د کورنيو يو شمېر غړي هم ايران ته کډوال شوي

ايراني رسنيو د دغه هېواد د چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې دې هېواد ته د ور اوښتونکو افغان کډوالو شمېر د تېر په پرتله په مراتبو زيات شوی دی.

د چارواکو د شمېرو له مخې، په اوس کې په ورځنۍ توګه شاوخوا ۱۰ زره افغانان په قاچاقي او قانوني لارو له افغانستان څخه ايران ته ور اوړي او په خبره يې دې چارې په ايران کې د افغان کډوالو شمېر نور هم زيات کړی دی.

ايراني چارواکو ويلي چې هره ورځ په ور اوښتونکو افغان کډوالو کې، د طالب د کورنيو غړي هم شامل دي. د رسنيو په راپورونو کې ويل شوي، د افغان کډوالو په منځ کې د طالبانو کورنيو غړيو موجوديت ته په پام سره د ايران حکومت هڅه کوي، چې له افغانستان څخه د کډوالو ور اوښتو بهير کنټرول کړي.

په افغانستان کې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو سره، له دې هېواد څخه د کډوالو څپه هم پورته شوه او په ترڅ کې يې لسګونه زره افغانان په قانوني او قاچاقي لارو له افغانستان څخه ووتل.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...