Home » افغانستان » خوړو نړيوال پروګرام: روان کال نږدې ۱۵ ميليونه افغانانو ته خوراکي توکي برابر شوي

خوړو نړيوال پروګرام: روان کال نږدې ۱۵ ميليونه افغانانو ته خوراکي توکي برابر شوي

د خوړو نړيوال پروګرام خبر ورکړی، چې د روان ۲۰۲۲ زېږديز کال له پيل تر دې مهاله يې ۱۴.۸ ميليونه اړمنو افغانانو ته خوراکي توکي چمتوو کړي.

دې پروګرام تازه نن سې‌شنبه د (وري په ۱۶مه) خپل ټوېټر کې ويلي، د يادو خوراکي توکو يوه اندازه يې د بدخشان په شغنان، د بادغيس په جوند او د غور په لعل سرجنګل ولسوالۍ کې اړمنو کورنيو ته رسولي دي.

د خوړو نړيوال پروګرام ويلي، چې اړتيا ته په پام سره د افغانستان نورو لرې پرتو سيمه ته هم د خوراکي توکو د رسولو هڅې کوي.

په افغانستان کې د لوږې کچې په اړه د ملګرو ملتونو وروستۍ شمېرې ښيي، چې دا مهال په دې هېواد کې شاوخوا ۲۴ميليونه خلک له لوږې سره مخ دي او له ډلې يې ۸ ميليونه هغه، خوراکي خونديتوب نه لري.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...