د روسيې بهرنيو چارو وزارت تور پورې کړی چې امريکا د پاکستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي او په خبره يې د لومړي وزير عمران خان پر ضد وروستي سياسي مشکلاتو کې هم د امريکا لاس دی.
دې وزارت په يوه خپاره کړي بيان کې ويلي، هغه مهال چې عمران خان مسکو ته د سفر چمتووالی کاوه، په واشګټن کې د امريکا بهرنيو چارو وزارت مرستيال ډونلډ ليو د پاکستان سفير اسد مجيد احضار کړ او پر نوموړي يې فشار راوړ څو مسکو ته د عمران خان د سفر مخنيوی وشي.
په بيان کې ويل شوي، چې عمران خان د امريکا دا غوښتنه نه ده منلې او له همدې کبله امريکا پرېکړه وکړه چې عمران خان ته د دې کار مناسبه سزا ورکړي.
د روسيې بهرنيو چارو وزارت په بيان کې په دې اړه زياته شوې: «دا د خپلو شومو اهدافو لپاره د يوه خپلواک هېواد په کورنيو چارو کې د لاسوهنې له شرمه ډکه هڅه ده.»
خو د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياند نېډ پرايس دا تورونه، چې ګواکې امريکا د پاکستان حکومت د نسکورولو هڅه کړې، رد کړي دي.