Home » افغانستان » متقي: چين د افغانستان په سفارت کې د طالبانو ډيپلوماټان مني

متقي: چين د افغانستان په سفارت کې د طالبانو ډيپلوماټان مني

د باختر اژانس له لوري د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي هغه وېډيويي کليپ خپور شوی، چې نوموړی په کې له يو شمېر چينايي خبريالانو سره خبرې کوي.

په دې کليپ کې متقي ويلي، چين موافقه کړې چې په بيجينګ کې د افغانستان سفارت لپاره به نوي هغه ډيپلوماټان ومني، کوم چې د اسلامي امارت له لوري ورپېژندل کېږي.

يو شمېر نورو هېوادونو هم دغلته د افغانستان په مېشتو سفارتونو کې د طالبانو له لوري ورپېژندل شوي ډيپلوماټان منلي دي.

د اسلامي امارت له واک ته رسېدو لږ وروسته، په چين کې د افغانستان سفير جاوېد احمد قايم له دندې استعفا وکړه او خپلې شخصي ستونزې يې د يادې استعفا د لامل په توګه يادې کړې.

خو په وروستيو کې داسې راپورونه هم خپاره شوي وو، چې نوموړي په بيجينګ کې د افغانستان سفارت يوه طالب پلوه ډيپلوماټ ته ورسپارلی دی. د دې راپورونو په اړه اسلامي امارت او جاوېد احمد قايم څه نه دي ويلي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...