Home » افغانستان » د نيوزيلنډ په مرسته له بزګرانو سره د غنمو اصلاح شوو تخمونو مرسته کېږي

د نيوزيلنډ په مرسته له بزګرانو سره د غنمو اصلاح شوو تخمونو مرسته کېږي

ملګري ملتونه وايي، د نيوزېلنډ هېواد د مرستې پر مټ به په افغانستان کې د زياتو حاصلاتو د ترلاسه کيدو په موخه، لسګونه زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه ووېشي.

ملګرو ملتونو پرون يک‌شنبه ناوخته د (وري په ۱۴مه) د خوړو او کرنې ادارې يا FAO د افغانستان برخې رئيس ريچارډ ټرنچارډ په حواله ويلي، چې د نيوزېلنډ د مرستې پر مټ به ښه کيفيت لرونکي تخمونه ولري او په دې توګه به په افغانستان کې د غنمو زيات حاصلات ترلاسه شي.

د نوموړي په خبره د غنمو اصلاح شوي تخمونه به پر ۴۹زره بزګرانو ووېشل شي، چې في بزګر ته به د ۱۵۷ ډالرو په اندازه د غنمو تخم ورکړل شي.

د اصلاح شوو تخمونو د وېش ترڅنګ به خلکو ته په کليوالي پروژ کې د کار کولو له لارې نغدې مرستې هم ورکړل شي. د دې مرستې اندازه يوه کس ته په مياشتنۍ توګه د ۱۰۰ ډالرو معاش ښودل شوی دی.

ملګري ملتونه داسې مهال د نيوزېلنډ په همکارۍ له افغان بزګرانو سره د غنمو اصلاح شوو تخمونو مرسته کوي، چې پرون يک‌شنبه اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کوکنارو کښت منعه کړ.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...