د افغانستان کرکټ بورډ په يوه تازه اقدام کې د کرکټ ملي لوبډلې د روزنې په موخه دوه تنه پاکستاني روزونکي وګمارل.
په نوو ګمارنو کې د پاکستان د کرکټ لوبډلې پخوانی لوبډلمشر يونس خان د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د توپ وهنې په برخه کې د روزنکي په توګه ګمارل شوی.
د يونس خان ترڅنګ د پاکستان د کرکټ لوبډلې پخوانی بل لوبغاړ عمرګل هم، د توپ اچونې په برخه کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې د روزونکی ګمارل شوی دی.
ټاکل شوې چې يونس خان او عمرګل به په عربي متحده اماراتو کې د کرکټ له ملي لوبډلې سره يو ځای شي او عملا به د توپ وهنې او توپ اچونې په برخو کې ملي لوبډلې ته د روزنې ورکول پيل کړي.