د افغانستان سرپرست حکومت د يوه تازه اقدام له مخې نن يکشنبه د (وري په ۱۴مه) په ټول هېواد کې د کوکنارو پر کښت بنديز اعلان کړ.
د اسلامي امارت د وياند مرستيال انعامالله سمنګاني په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، چې دغه پرېکړه د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخندازه د يوه فرمان پر بنسټ چې په همدې اړه يې صادر کړی، شوې ده.
نوموړي ويلي، چې د شوې پرېکړې له مخې هر هغه څوک چې له ياد فرمان سرغړونه وکړي، نو د کوکنارو فصل به يې له منځه وړل کېږي او د شريعت په چوکاټ کې به ورسره چلند وشي.
سمنګاني زياته کړې چې د تازه پرېکړې له مخې د هر ډول نشهيي توکو وړل را وړل، قاچاق، سوداګري، وارد او صادرول هم په کلکه منعه شوي دي. د نوموړي په خبره، له دې امر سرغړوونکو ته به هم کلکه سزا ورکول کېږي.
په افغانستان کې نشهيي توکي په پراخه اندازه کرل کېږي او له همدې کبله افغانستان په نړيواله کچه د يادو توکو د توليدوونکو هېوادونو په سر کې ځای لري.