Home » سیمه او نړی » اوکراين د استانبول مذاکراتو پرمهال د امنيتي تضين په بدل کې بې‌طرفي منلې

اوکراين د استانبول مذاکراتو پرمهال د امنيتي تضين په بدل کې بې‌طرفي منلې

له روسي مرکچيانو سره په مذاکراتو کې د اوکراين مرکچيانو منلې چې هېواد به يې د امنيتي تضمين په بدل کې بې‌طرفي اختياروي او د ناټو په شمول به د کوم نظامي اېتلاف غړيتوب نه اخلي.

دغه مذاکرات پرون سې‌شنبه د (وري په ۹مه) د ترکيې په استانبول ښار کې وشول. د اوکراين د بې‌طرفۍ په صورت کې دغه هېواد اړ دی، چې په خپله خاوره کې به پوځي اډو ته هم ځای نه ورکوي.

روسيې بيا د دې کار په بدل کې د اوکراين پلازمېنه کېف ښار ته څېرمه پوځي بريدونه کم کړي او د دفاع مرستيال وزير يې ويلي، چې دا کار يې د استانبول په مذاکراتو کې د باور زياتولو په موخه کړی دی.

له دې سره د ترکيې بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو هم خبر ورکړی چې د روسيې او اوکراين ترمنخ د استانبول په مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

نوموړي ويلي چې پر يو لړ نورو ستونزمنو مسايلو به په راتلونکي کې د دواړو لورو ترمنځ خبرې وشي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...