Home » افغانستان » د ملا هبت‌الله په مشرۍ حکومتي ناستې لپاره د کابينې غړي کندهار ته رسيدلي

د ملا هبت‌الله په مشرۍ حکومتي ناستې لپاره د کابينې غړي کندهار ته رسيدلي

ځينو رسنيو راپورونه خپاره کړي چې ټاکل شوې دا ځل د کابينې ناسته د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله په مشرۍ په کندهار کې ترسره شي او په همدې موخه د رئيس‌الوزرا محمد حسن اخند په شمول د کابينې ۱۵ تنه غړي کندهار رسېدلي دي.

د کابينې په دې ناسته کې به د اسلامي امارت پر خپلمنځي اختلافونو او دغه راز په حکومتي تعينانو کې پر بدلونونو بحث او خبرې وشي.

ځينو حکومتي سرچينو له رسنيو سره په خبرو کې د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، چې له ملا هبت‌الله سره د کابينې د غړو ليدنه په خپله په کابينې کې د بدلون او دغه راز د اسلامي امارت د رهبرۍ په کچه د ختلافونو د حل په موخه ده.

د سرچينې د مالوماتو له مخې، د يادې غونډې د ترسره کولو لپاره د کندهار ښار لومړۍ امنيتي حوزې په مربوطاتو کې د ملا عمر کور ټاکل شوی او د غونډې مشري په خپله هبت‌الله اخندزاده کوي.

پرون داسې راپورونه ورکړل شول چې د رئيس‌الوزرا لومړی مرستيال ملا عبدالغني برادر، د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج‌الدين حقاني او د ملي دفاع سرپرست وزير يعقوب مجاهد له هبت‌الله سره د ليدنې په موخه کندهار ته رسېدلي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...