ټاکل شوې نن چهارشنبه د (وري په ۳مه) په ټول هېواد کې د نجونو او هلکانو ښوونځي پيل شي. د ښوونځيو پرانيستو په اړه د حکومت دا پرېکړه په کور دننه او بهر له هرکلي سره مخ ده.
خو نن په کابل کې د لوړو ټولګيو ښځينه زدهکوونکو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې ټولګيو ته لاړې او عملا نوی ښوونيز کال پيل کړي.
په کابل کې د نجونو د ځينو لېسو مسوولان وايي، د ښوونيزو حوزو له لوري ورته ويل شوي چې د لوړو ټولګي نجوني ښوونځي ور پرېنهږدي او د امر ثاني په تمه دې شي.
عام خلک غوښتنه کوي چې د نجونو او هلکانو پر مخ دې ښوونځي په بشپړ ډول پرانيستل شي او طالبان دې په يوه او بله پلمه د نجونو د زدهکړو مخه نه نيسي.