د کندهار ځايي چارواکو خبر ورکړی چې پرون جمعه د (کب په ۲۷مه) په دې ولايت کې د هاوان يوې سرګلولې د چاودنې له امله ۴ ماشومانو ژوند بايللی.
د کندهار امنيه قومندانۍ د رسنيو مسوول محمد اصف حکيمي رسنيو ته ويلي، چې پېښه د دغه ولايت په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
له دې سره د پکتيا په ګردې څېړۍ ولسوالۍ کې هم پرون جمعه د ناچاوده چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله، دوه تنه وژل شوي وو.
دا په داسې حال کې ده چې وخت ناوخت له نورو ولايتونو څخه هم د جګړې پاتېشوو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله، ماشومانو او ځوانانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبرونه ورکول کېږي.