Home » افغانستان » مکېنزي: طالبانو له واک ته رسېدو سره د داعش-خراسان جنګياليو شمېر دوه برابره شوی

مکېنزي: طالبانو له واک ته رسېدو سره د داعش-خراسان جنګياليو شمېر دوه برابره شوی

د امريکا مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال فرانک مکېنزي د داعش خراسان ډلې فعاليتونو پر زياتېدو اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې دا ډله په افغانستان کې د لويو بريدونو د ترسره کولو وړتيا لري.

نوموړي پرون سې‌شنبه د (کب په ۲۵مه) د امريکا کانګرېس غړيو ته په يوه بيان کې ويلي، د داعش خراسان ډلې فعاليتونو ته په پام سره داسې ګومان کېږي چې ياده ډله به راتلونکی اوړي په افغانستان کې خپل بريدونه زيات کړي.

مکېنزي زياته کړې، د امريکا استخبارات په افغانستان کې د داعش ډلې فعاليتونه او پياوړتيا څاري؛ خو په خبره يې طالبان هم هڅه کوي چې د نظامي فشار له لارې دا ډله کمزوري کړي.

نوموړي ويلي، د طالبانو له لوري د داعش کمزوري کول ګران دي؛ ځکه د مکېنزي د مالوماتو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره د داعش ډلې د جنګياليو شمېر دوه برابره زيات شوی او دامهال په افغانستان کې ۴زره تنه داعش جنګيالي شتون لري.

د مکېنزي په باور، که څه هم داعش ډله په اوسني وضعيت کې پر امريکا او لوېديځ هېوادونو د بريدونو وړتيا نه لري؛ خو په خبره يې له ۱۲ تر ۱۸ مياشتو موده کې نوموړې ډله پر امريکا او متحدانو يې د بريدو وړتيا پيدا کولی شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...