Home » افغانستان » کډوالو اداره: يوازې تېر کال په افغانستان کې ۱.۳ ميليونه کسان بې‌ځايه شوي

کډوالو اداره: يوازې تېر کال په افغانستان کې ۱.۳ ميليونه کسان بې‌ځايه شوي

د کډوالو نړيواله اداره يا IOM وايي، په افغانستان کې د جنګ جګړو له امله په وروستيو کلونو کې لږ تر لږه ۶ ميليونه افغانان په کور دننه له خپلو مېنو بې‌ځايه شوي دي.

دغې ادارې په دې اړه خپل تازه راپور کې چې پرون شنبه ناوخته د (کب په ۲۱مه) يې خپور کړی ويلي، له تېر ۲۰۱۶ تر ۲۰۱۸ کلونو موده د افغانستان خلکو لپاره په کور دننه د بې‌ځايه کېدو له امله خورا ناوړه وه او زياته کړې يې ده چې په ۲۰۲۱ زېږديز کال کې هم ډېر افغانان له خپلو مېنو بې‌ځايه شوي دي.

د کډوالو نړيوالې ادارې د راپور له مخې، په تېر ۲۰۲۱ زېږديز کال کې ۱.۳ ميليونه افغانان چې د وړمو کلونو په پرتله ډېر زياتوالی ښيي، د جګړې او ناسم وضعيت له امله يې خپل کور کلی پرېښی دی.

د راپور له مخې، له تېرو ۱۱ کلونو راهيسې ۴ ميليونه او ۵۱۹زره افغانانو بيا خپل هېواد برېښی او بهرنيو هېوادونو ته کډوالو شوي دي. په راپور کې د يادې کډوالۍ عمده لامل جګړه او اقتصادي ستونزې په ګوته شوي دي.

د کډوالو نړيوالې ادارې دغه راپور داسې مهال دی، چې له دې وړاندې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولانو ويلي وو، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو راهيسې تر دې مهاله له نيم ميليون زيات افغان کډوال له بهر او په ځانګړې توګه له ايران او پاکستان څخه بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...