Home » افغانستان » کاملوف: په افغانستان کې د سولې پايښت د سيمې پر هېوادونو مثبت اغيز لري

کاملوف: په افغانستان کې د سولې پايښت د سيمې پر هېوادونو مثبت اغيز لري

د ازبېکستان بهرنيو چارو وزير عبدالعزيز کاملوف وايي، هېواد يې په افغانستان کې د سولې تامين ته لېوال دی او په دې برخه کې يې تل د خپلې وسې مطابق رغوونکې هڅې کړي دي.

نوموړي چې نن شنبه د (کب په ۲۱مه) يې د ترکيې انتاليا ډيپلوماسۍ غونډې ته خبرې کولې وويل، په افغانستان کې د سولې پايښت کولی شي چې د سيمې او په ځانګړې توګه د منځنۍ اسيا د هېوادونو پر هر اړخيز وضعيت خورا مثبت اغېز وکړي.

کاملوف زياته کړه چې افغانستان د سيمې په پيوستون کې رغنده رول لري او له خپل دې ارزښت په ګټنې سره دې د سيمه‌ييز اتصال لپاره زمينه برابره کړي.

نوموړي دغه راز د افغانستان متخصص بشري ځواک روزنې ته هم اشاره درلوده او زياته يې کړه چې د منځنۍ اسيا هېوادونه او په ځانګړې توګه ازبېکستان په دې برخه کې پوره همکارۍ ته چمتوو دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...