د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي وايي، د اسلامي امارت رهبري هڅه کوي چې د افغانانو او نړيوالو له غوښتنو سره اوسنی حکومت نور هم ټولشمول شي.
نوموړي چې نن شنبه د (کب په ۲۱مه) يې د ترکيې انتاليا ډيپلوماسۍ غونډې ته خبرې کولې وويل، افغانستان له نړۍ سره د ښو او مثبتو اړيکو غوښتونکی دی او په خبره يې تمه لري چې نړيوال هم په دې برخه کې ورته مثبت عمل وکړي.
متقي زياته کړه چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره، په افغانستان کې د امنيت ټينګښت او بانکي سکټور په شمول د عامه سکټورونو د فعال ساتلو ترڅنګ ډېر کارونه شوي او په خبره يې په لنډ وخت کې د اسلامي امارت له دې لاسته راوړنو سترګې نه پټېدای.
نوموړي د امنيت ټينګښت ته په اشارې سره زياته کړه، چې افغانان له اوسني وضعيت خوښ دي او په خبره يې يو شمېر هغه کسان چې په امريکا او اروپا کې دي، د خپلو ګټو د خونديتوب په موخه په افغانستان کې له وضعيت شکايت کوي او په دې توګه غواړي چې افغانستان بيا له ستونزو سره مخ کړي.
متقي په خپلو خبرو کې د بهرنيو ډونرانو له لوري د مرستو بندېدو ته هم اشاره درلوده او ويې ويل، دا مهال د افغانستان ټوله بوديجه له بهرنو مرستو پرته، د افغانستان له داخلي عوايدو تمويلېږي.